ایکنانیوز د عربستان له ګلف نیوز قوله راپور راکړی، سعودی عربستان داسې نوی مقررات وضع کړي دی، چې په اساس ئې په روژې مبارکې میاشتې کې د لمانځه د ادا کیدا به وخت د فیلم جوړولو لپاره په جوماتونو کې له کیمرې څخه استفاده ممنوع شوې ده.
عربستان خبری آژانس (ایس پي اې ) په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د عربستان داسلامی چارو،دعوت او ارشاد وزارت هم په هرې رسندوئي پلیټ فارم کې د لمانځه خپریدا ممنوع اعلان کړې ده .
په دغه دستورالعمل کې د امامانو او مبلغانو په وسیله ددغو قوانینو درعایتولو او دغه راز د لمونځ ګوزارو به وسیله د دیني دستوراتو او دودونو د رعایتولو په ضرورت ټينګار کړی دی. ددغه وزارت د اعلامیې په اساس،دغه اقدامات د جوماتونو د حرمت د ساتلو او د عبادت لپاره د تمرکز د ګډوډونکو عواملو څخه د پاک او آرام عبادي چاپیریال دتضمین په موخې سره ترسره کیږي.
د مسجد الحرام او مسجید النبی د مذهبی چارو مشر عبدالرحمن السدیس، د روژې د مبارکې میاشتې د پروګرامونو او خدماتو زیاتولو ته ددغه وزارت ژمنتیا باندې ټينګار وکړ.
پر دې سربیره ، دغه وزارت په نظر کې لري ، څو د روژې میاشتې عملیاتي پروګرامونه،ډیجیتلي کړي چې له حرمین شریفین څخه دلیدونکو او عمرې د زیارتوالو آسانتیاوې لا ښې کړي.
چارواکي وائي ، دغه اقدامات د روژې دمبارکې میاشتې په معنویّت سره او آرامښت او آسانتیاؤ سره له ترسره کیدا سره د مرستې لپاره ترسره کیږي .
https://iqna.ir/fa/news/4267525